سمسور نیوز ۲۳سلواغه۱۴۰۱) د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېرې کرن ډېکر پرون د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې افغان نجونې د ساینسي علومو له زده کړو محرومې شوي.
هغې پوښتنه کړې چې افغانستان څه ډول ساینس پوهانو ته اړتیا لري.
کرن ډېکر پر خپله ټویټر پاڼه د افغان نجونو د روباټیک ټیم د غړو په ګډون د یو شمېر افغان ښځینه ساینس پوهانو یادونه هم کړې ده. هغې د افغان نجونو د تعلیم د بندیزونو په لرې کولو ټينګار کړی دی.