سمسور نیوز (۲۵وری۱۴۰۲) د ازبکستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په څلورمه غونډ ه کې ګډونوالو د افغانستان په اوسني وضعیت او له موجوده واکمنانو څخه د ټول ګډونه حکومت پر جوړولو، افغان ښځو ته د کار او تعلیم د فرصتونو پربرابرولو بحثونه وکړل.
په غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وویل چې افغانستان اوس له یوه قوي مرکزۍ حکومت څخه برخمن دی.
په غونډه کې د نړیوال تروریزم، د نشه یي توکو د کښت او مبارزې په برخه کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د لا قوي اقداماتو په ارزښت هم بحث وشو.
په دې برخه کې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ګډونالو ته ډاد ورکړ چې په افغانستان کې د مخدره تو په وړاندې مبازه بریالۍ ده.
په غوډه کې همدغه راز افغانستان د مرکز او جنوبي اسیا د اتصال نقطه بلل شوی او ګډونوالو په دغه هېواد کې د بیارغونې او اقتصادي پروژې په عملي کولو ټېنګار کړی او ویلي دي چې په دې کار سره به هم افغانانو ته کارونه پیدا شي او هم به دا هېواد به د سیمې له اقتصادي پروسې سره یو ځای شي.
د یادونې وړ ده جې دا د سیمې هېوادونو څلورمه غونډه ده چې د افغانستان په اړه جوړېږي.
وروستی غونډه یې د فبرورۍ په اتمه په مسکو کې وه چې د چین، هند، ایران، تاجیکستان، قزاقستان، قرغیزستان، پاکستان او اوزبیکستان د هیوادونو د ملي امنیت چارواکو په کې ګډون کړی وو.