ای ار سي: جبري راستنېونکي افغانان له تیاره برخلیک سره مخ دي

ای ار سي: جبري راستنېونکي افغانان له تیاره برخلیک سره مخ دي


  • 11 مياشتي دمخه (10/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 441

د ژغورنې نړیوالې کمېټې خبرداری ورکړی، چې له پاکستانه په زور اېستل شوي نیم میلیون افغانان له تياره برخلیک سره مخ دي. 

دې کميټې پرون ناوخته د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې افغانستان دا مهال تر شپږ ميليونه زياتو داخلي کډوالو هم له ستونزو سره مخ کړی دی. 

یادې کمېټې زیاته کړې، یو شمیر افغان پناه غوښتونکي، چې د امریکا د کډوالۍ ویزو ته په تمه دي، په درېیمو هېوادونو کې له ننګونو سره مخ دي.    

دې کمېټې د بايډن له ادارې غوښتي، چې د دغو کډوالو قضیو ته د رسېدنې بهير دې چټک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ترڅنګ بل ګاونډي ایران هم د افغان کډوالو جبري اېستلو لړۍ چټکه کړې ده.