بدخشان کې د واورې ښویېدنې له امله درې کسان وژل شوي

بدخشان کې د واورې ښویېدنې له امله درې کسان وژل شوي


  • 10 مياشتي دمخه (04/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 429

د بدخشان ولایت په شهر بزرګ والسوالۍ کې د واورې ښویېدو له امله درې کسان وژل شوي دي. 

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار وايي،

پېښه تېره ورځ د شهر بزرګ ولسوالۍ په سنګخواه کلي کې رامنځ ته شوې.

هغه زیاته کړې، چې دغه درې تنه ځوانان د جنازې له مراسمو څخه د بېرته راستنېدو په حال کې وو، چې د واورې ښویېدو په پېښه کې وژل شوي دي. 

نوموړی وايي، چې د دغو درېیو تنو جسدونه د سيمې خلکو په همکارۍ له واورو څخه را اېستل شوي دي.  

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو ورځو کې د واورې ورښت د دغه ولایت د څو ولسواليو اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.