دایکندي کې ترافیکې پېښې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

دایکندي کې ترافیکې پېښې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


  • 2 ورځي دمخه (15/10/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 25

د دایکندي په میرامور ولسوالۍ کې نن غرمه مهال د یوې ترافېکي پېښې له امله د دوو مېرمنو په ګډون درې کسان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ژوبل شوي دي.

د یاد ولایت چارواکي وايي، دا ترافېکي پېښه د یادې ولسوالۍ په ګرګي سیمه کې د یوه فلانکوچ ډوله موټر د چپه کېدو په نتیجه کې رامنځته شوې؛ خو د لامل په اړه يې څه نه دي ویلي.

د راپورونو پر اساس، ژوبل شوي کسان د جویز روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي او له ډلې یې د ځينو روغتیايي حالت نازک یاد شوی دی.