سرپرست حکومت له امریکا د تعرفې لېري کولو غوښتنه کړې

سرپرست حکومت له امریکا د تعرفې لېري کولو غوښتنه کړې


  • 2 اونۍ دمخه (07/04/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 36

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له امریکا متحده ایالتونو څخه غوښتي، چې د افغانستان پر صادراتو ټاکل شوې ۱۰ سلنه تعرفه لېري کړي. 

دغه وزارت تازه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان پر صادراتو تعرفه لوړول د افغان ولس په ځانګړي ډول د ښځو او لاسي صنایعو اغېزمنول دي او په وینا یې، دغه کار به د افغانستان د اقتصادې ودې مخه ونیسي. 

په خبرپاڼه کې راغلي، چې سرپرست حکومت د امریکا پر صادراتو تعرفه صفر کړې او له امریکا څخه هم د ورته اقدام هیله لري. 

دا خبر داسې مهال ورکول شوی، چې تازه د امریکا متحده ایالتونو نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په ګډون د ګڼو هېوادونو پر صادراتو ۱۰ سلنه تعرفه لګولې ده.