مولوي کبیر: له افغانانو سره د همکاریو دوام مثبت ټکی دی او باید ډېره شي

مولوي کبیر: له افغانانو سره د همکاریو دوام مثبت ټکی دی او باید ډېره شي


  • 1 کال دمخه (10/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 453

د ریاست‌الوزرا سرپرست مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره د لیدنې پر مهال ویلي، له افغانانو سره د ملګرو ملتونو د همکاریو دوام ښه او مثبت ټکی دی او دغه همکاري باید ډېره شي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي رسنیو ته په یوې استول شوې خبرپاڼه کې د ښاغلي عبدالکبیر په حواله لیکلي، نړیواله ټولنه دې له تور نوم‌لړ څخه د ا.ا د چارواکو د نومونو په لرې کولو سره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

ښاغلی عبدالکبیر وايي، افغانستان له خپل مشروع حق پرته، په هېڅ ځای کې زیاته حق‌ابه نه اخلي او زیاتوي، که چېرې کوم لوری په‌دې اړه اندېښنه لري، دوی چمتو دي چې دغه اندېښنې د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل کړي.

په‌دې خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې له قوله راغلي چې د نشه‌یي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي په برخه کې د اسلامي امارت اقدامات مثبت او ګټور و او د دوی معلومات څرګندوي چې د کوکنارو د کښت په برخه کې ډېر کموالی راغلی دی.