سیستان او بلوچستان کې د جیش العدل په برید کې ۱۱ ایراني سرتیري وژل شوي

سیستان او بلوچستان کې د جیش العدل په برید کې ۱۱ ایراني سرتیري وژل شوي


  • 7 مياشتي دمخه (04/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 245

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په سیستان او بلوچستان کې د جیش العدل په برید کې ۱۱ ایراني سرتیري وژل شوي دي.

په وژل شویو کسانو کې دوه پولیس سرتیري، دوه پوله ساتي او د سپاه پاسداران اوه غړي شامل دي.

د راپورونو له مخې، جیش العدل لس ساعته مخکې د ایران په راسک، چابهار او پارود بریدونه وکړل، چې د یادې ډلې او امنیتي ځواکونو ترمنځ تراوسه هم نښتې روانې دي.

ویل کیږي چې په دې پېښه کې تر اوسه د جیش العدل ۱۵ غړي هم وژل شوي دي.

که څه هم تسنیم خبري اژانس د نښتو د پای ته رسېدو خبر ورکړ، خو یو شمېر نورې رسنۍ بیا وایي، چې دا نښتې تر اوسه روانې دي.