د کرونا ویروس د ۷۶ تازه پیښو ثبتیدل

د کرونا ویروس د ۷۶ تازه پیښو ثبتیدل


  • 10 مياشتي دمخه (10/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 273

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې پر کرونا ویروس ۷۶ تنه اخته شوي او په همدې موده کې ۲۰۸ تنه نور بیرته ترې رغیدلي دي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي چې له تازه ثبت شویو شمیرو سره په هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۵۳ زره او ۵۳۸ تنو ته ورسید چې له دې ډلې دوه زره او ۲۸۸ تنه مړه شوي او ۴۳ زره او ۹۴۸ تنه نور بیرته ترې رغیدلي دي.

د مسوولینو په وینا ټاکل شوې د کرونا ویروس واکسین شپږ میاشتې وروسته افغانستان ته راشي.