اندونیزیا کې د افغان مېرمنو پر ملاتړ غونډه جوړیږي

اندونیزیا کې د افغان مېرمنو پر ملاتړ غونډه جوړیږي


  • 2 کاله دمخه (06/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 764

د افغان مېرمنو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري تېره ورځ د افغان ښځو او نجونو په اړه په یو کنفرانس کې د ګډون لپاره اندونیزیا ته تللې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا کنفرانس د اندونیزیا او قطر په کوربه توب جوړیږي.

خبرپاڼه کې راغلي چې امیري به د روانې ډیسیمبر میاشتې تر ۱۶مې نېټې په ورې سویس او ترکیې ته هم سفر وکړي.

نوموړې به په دې سفر کې د ملګرو ملتونو له استازو، افغانانو او مدني ټولنو له مشرانو سره په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرې وکړي.

د افغان مېرمنو او نجونو د ملاتړ لپاره دا کنفرانس په داسې حال کې جوړیږي چې په کور دننه لاهم له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونځي تړلي دي.

خو اسلامي امارت وايي، اوس مهال په کور دننه د ټولو افغانانو بشري حقونه خوندي دي او د مناسب چاپیریال له برابرېدو وروسته به له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښونځیو ته د ورتګ اجازه ورکړل شي.