نېکولسن: د ښځو پر کار بندیز بشري مرستې اغېزمنې کړې دي

نېکولسن: د ښځو پر کار بندیز بشري مرستې اغېزمنې کړې دي


  • 1 کال دمخه (10/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 565

‏د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکولسن کابل ته د خپل وروستي سفر په هکله ویلي چې په غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بندیز په افغانستان کې د بشرپاله مرستو د اغېزمن کېدو لامل شوی دی. 

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې دفتر د ښاغلي نېکلاسون پر حواله لیکلي چې په دوحه کې د ملګرو ملتونو سازمان غونډه، د افغانستان لپاره د مرستو د جذبولو لپاره یو ښه نوښت و.

ښاغلي نېکلاسون زیاته کړې په داسې حال کې چې افغان نجونې اوس هم ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تګه محرومې دي، یو ډېر شمېر زده‌‌ګړیالان هم د فرصتونو د نشتون له امله بنسټیزو زده‌کړو ته لاسرسی نه لري.

هغه د افغانستان د بشري وضعیت په هکله هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ۲۸ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.