د کرونا ویروس د ۷۶ تازه پیښو ثبتیدل

د کرونا ویروس د ۷۶ تازه پیښو ثبتیدل


  • 6 مياشتي دمخه (22/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 303

 

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله په هیواد کې ۳ تنه مړه شوي او ددغه ویروس ۷۶ تازه پیښې ثبت شوي.

د مسوولینو په وینا همدې موده کې له یاد ویروس څخه ۲۵ تنه بیرته رغیدلي هم دي.

د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو په وینا له تازه ثبت شویو شمیرو سره په هیواد کې پر یاد ویروس د اخته کسانو شمیر ۵۴ زره او ۵۵۹ تنو ته ورسیدل چې له دې ډلې دوه زره او ۳۷۳ تنه مړه شوي او ۴۶ زره او ۹۱۲ تنه بیرته رغیدلي دی.