خوست کې د اکسېجن د تولید دستګاه فعاله او ګټې اخيستنې ته وسپارل‌شوه.

خوست کې د اکسېجن د تولید دستګاه فعاله او ګټې اخيستنې ته وسپارل‌شوه.


  • 3 کاله دمخه (18/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1296

د دې ولایت ځایي چارواکي وایي، دا دستګاه په ۲۴ ساعتونو کې د شلو بالونونو اکسېجن د تولید ظرفيت لري چې تر يوه بريده په دغه ولایت کې د کرونا ناروغانو د اکسېجن اړتيا پوره کړای شي. 

د خوست والي تورن جنرال مهمند خان کټوازي د یادې دستګاه د فعالېدو د پرانېستې په مراسمو کې وویل، د دغه پلانټ د فعالېدو له امله د شېخ زاید پوهنتون، کادري روغتون او عامې روغتیا له مسؤولینو مننه وکړه او زیاته یې کړه، اړتیا ده چې د عامې روغتیا په برخه کې خدمات لا ډېر پراخ شي. 

ښاغلي کتوازي همداراز وویل: دغه پلانټ به د دې ولایت د خلکو تر یوه بریده ستونزې هوارې کړي، خو موږ له روغتیا وزارت غوښتي، چې په دې ولایت کې د یونیسف په همکارۍ د دوه سوه بسترونو لپاره اکسېجن پلانټ، چې خوست ته په پلان کې و، ورکړي.

هغه د خلیفه فونډېشن څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې شیخ زاید پوهنتون کادري روغتون سره یې د اکسېجن پلانټ او نورو طبي وسایلو مرسته کړې او نن د خوست ولسونه ترې ګټه پورته کوي.