نړیوال بانک د کرنې له سکتور سره د ۱۵۰ میلیونه ډالرو د  مرستې اعلان کړی

نړیوال بانک د کرنې له سکتور سره د ۱۵۰ میلیونه ډالرو د مرستې اعلان کړی


  • 2 کاله دمخه (14/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 657

سمسور (۲۴عبرګولی۱۴۰۱) نړیوال بانک د افغانستان د کرنې له برخې سره د ۱۵۰ میلیونو ډالرو د مرستې اعلان کړی دی. 

د راپورونو له‌مخې، ‏نړیوال بانک تېره ورځ په افغانستان کې د لوږې ختمولو په موخه د کرنې له برخې سره د ۱۵۰ میلیون امریکايي ډالرو مرسته اعلان کړې ده.  

دغه مرستې به د کرنې د ښه والي او په افغانستان کې د غنمو د تولید د ډېروالي په برخو کې ولګول شي.

نړیوال بانک همدا راز ویلي، چې په وروستیو کې په افغانستان کې د  لوږې کچه پراخه شوې او دوی هڅه کوي، چې د زراعتي تولید کیفیت ښه شي او خلک خوړو ته اسانه لاسرسی ولري. 

بل خوا؛ ‏د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په یوې اعلامیه کې د نړیوال بانک له ۱۵۰ میلیونه ډالرو مرستې هرکلی کړی، چې په افغانستان کې د زیانمنو خلکو لپاره یې ځانګړې کړې دي.