هندو ولې خپل مسلمان ملګري پسې ليکل کړي وو؟

هندو ولې خپل مسلمان ملګري پسې ليکل کړي وو؟


  • 1 کال دمخه (11/06/2023)
  • محب الله الله یار
  • 518

که زياتی ونه کړم، داسې ورځ به نه وه چې ما پکې د جلال آباد ښار ټولې کوڅې ګز و ګام کړې نه وي، جواليتوب هم سخت کار وي، که څه وي يا نه، ته به يې په تمه لالهانده ګرځې؛ خو ما په کې ايله دومره توره کړې وه چې د ډنډ غاړې "کلتارسنګ" هندو مې انډيوال کړی و او ستړيا به مې ورسره په يوګيلاس چای څښلو دمه کوله. 

دده هم راباندې لاس سپک و، آن ځينې وختونه به يې تر خپل کوره يو نيم ضروري څه ځکه راباندې وړل چې اولادونه يې کوچني او په بل چا يې دومره باور نه و.

ډېر خوش ارواه، شوخ طبعيته او مجلسي انسان و، مشتريانو ته به يې د سودا تللو سربېره د کور- کلي احوال پرسي هم کوله. 

لکه خوله یې چې له خوږې حلوا ډکه وي، د غوسې په حالت کې به يې هم نرمه خبره کوله.

زه هم نور داسې وم لکه د کلتارسنګ د کور غړی او دا يې د هغه راکړي ډاډ پر بنياد و چې "که هرڅه ته دې ضرورت و، نر غوندې يې وړه، ستا فاميل غټ دی، زه پوهېږم چې په جواليتوب دې د کور پرده نه کېږي، زما د دوکان سودا داسې وګڼه لکه ته يې چې مالک يې، که دې نغدې هم پکار شوې راته يې زړور وايه"!

د اوږدې نېستۍ تودوخې مې د غيرت پوستکی دومره سولولی و چې نور په کې د چا د عادي کومک اظهار ته هم د "نه" ويلو شيمه نه وه پاتې، د هندو د مرستې سيوري ته په پردي څادر خوب ځانګړی خوند راپرېښود آن تر دې چې اکثره به مې لرې بار وړلو ته زړه نه کېده او کرۍ ورځ به يې دوکان ته نېږدې پاتې کېدم. 

يوه ورځ هندو له يو بل سوداګر سره حسابۍ ته ووت او ما ته يې وويل ته همدلته زما پرځای دخل ته کېنه، زه ژر بېرته راځم!

ما له ترازو پښه واړوله او دوکان ته کېناستم. ترمخ مې د پوروړو کتابچه پرته وه. هسې مې زړه ته راغله چې له ده به هم کافي خلک قرضداري وي... 

کتابچه مې پرانيسته... د پاڼو اړولو پرمهال مې سترګې په خپل نوم ولګېدې- له لومړۍ ورځ مې چې له هندو څه وړي يا يې خپله راکړي، زره زره يې راپسې ليکلي او ياداشت کړي دي...!

خپل ځان مې په ډېره بدرنګه ازمايښتي لومه کې ايسار وليده. 

ذهن مې سختو بدو متضادو قهرجنو احساساتو راونيوه- خپله خوشباوري، د هندو ظاهري عاطفه، راپسې ليکل شوې قرضداري، له خلکو سره د "سک" مينه ناکه رويه، خپل اخري درجه غربت او...- هغه څه وو چې يو له بل سره يې ارواوې نه ګډېدې.

ګنګس و ګيچ شوم...

دا د کلونو خوړل شوی احسان اوس په څه شي جبرانوې (نه په کلي کې پوله شته نه پټی)؟

ښار کې خو دې ځای ورک شو، کلي ته به په کومو سترګو ځې (ښار ته په راتلو د کيوالو دا پيغور چې هلکه ښار د هندوانو لپاره دی، له لوږې څوک نه دي مړه، په تا خو به دومره تاثير ونه کړي؛ خو اولادونه دې په لوی لاس مه هندوان کوه)؟!

په خپل فقيرانه محروميت مې ښه ډېر وژړل چې کله به مې دا دوديز غربت ګريوان پرېږدي؟

له ځان سره مې ویل:

اخخخ موږ احتياجې طبقې ولې له تنګلاسۍ د راوتلو هنر زده نه شو کړای؟

ما خو د هندوانو هېڅ محتاج د بازار په کوڅو کې غزېدلی لاس ونه ليد؛ خو مسلمانان ولې يو پر بل د دغه بدرنګه حالت د راتلو ځانګړی شوق لرو؟

 ای کاش په دغه بېخونده ازمايښت کې ګېر نه وای!!!

د ملګرتيا له نوم مې بد راغلل. لومړی ځل و چې د همدردۍ کرکه مې حس کړه.

نور د هندو مخته کتل هم راته ګناه ښکارېده!

يو ځل مې شيطان زړه کې راتېر کړل چې ستا خو نور زندګۍ ته هېڅ نه دي پاتې، راځه  هندو هم له ښې ورځې خلاص کړه( دوکان ته يې اور واچوه) چې ده ته خو هم يو ابدي سبق شي او بيا ځل بل چا سره دوکه و نه کړي!

له ډېر خفګان او غوسې مې هېڅ تصميم نه شو نيولی!

زه په همدغه شش و پنج کې وم چې هندو راغی...

وار له مخه مې ورته کتابچه ترمخ خلاصه او خپل نوم باندې ګوته کېښوه... ولې؟ تا خو ويلي وو چې هېڅ څه به درنه نه غوښتل کېږي، نن دې راپسې آن عادي پلاستيک هم ليکلی، په ملګرتيا کې دومره سپک او ناځوانه کار څوک کوي لکه تا چې کړی!!!

ما خپله ټوله لفظي خواري وکړه او د خبرې کولو فرصت مې نه ورکاوه؛ خو هغه راته مخامخ همداسې خاموش کېناست.

هندو په  ډېرې حوصله مندۍ او نرمه راته وويل:

دا او نورې ټولې هغه پيسې او سودا چې ستا پکارېږي، دارو دې شه، زه يې نه غواړم، ما چې درسره کومه وعده کړې، تر مرګه به همغه خبره وي!!!

نه مې غوښتل له دې رازه خبر شې، هېڅکله نه!!!

ما دا هر څه تا سره د انساني همدردۍ په نيت کړي، نه د کوم احسان او يا بېرته غوښتلو په خاطر، ملګری خو نيم ژوند وي، زما ډېر مسايل زما کورنۍ ته نه دي معلوم؛ خو تاته مې ويلي. 

ما دا ليکل د دې لپاره کړي چې معلومه کړم يو ښه ملګری څومره قيتمي وي او په څومره لوړ قيمت يې سړي ته پالل تمامېږي، دا خپلو اولادونو ته ثابتول غواړم چې ملګري زما غټه سرمايه ده، دا په اسانۍ له لاسه ور نه کړئ!

او دا مې پدې خاطر ليکلي، چې کله مو ترمنځه خفګان راشي، نو خپلې دې پانګونې ته وګورم او فکر وکړم چې ایا په دومره قیمته پالل شوی ملګری په خفه کولو ارزي؟!

نوټ: دا نو د شاوخوا ۴۵ کاله وړاندې وخت کیسه ده چې ما ته سپین ږیري کلیوال وکړه.