سمسور نیوز (۱۱غوایي۱۴۰۲) د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کمېشنرۍ مرستیاله ټرایکس چې کابل ته راغلې ده، وايي د ملګرو ملتونو سازمان کې د ښځو حضور یوه حیاتي چاره ده.
د ملګرو ملتونو د سازمان دغه چارواکې وایي، چې د ښځو کار به د دې لامل شي چې په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته بشرپاله مرستې په بنسټيزه توګه وړاندې شي.
بل خوا، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محمد ارسلان خروټي ویلي، چې نړۍ باید بشري مرستې سیاسي نه کړي.
ټاکل شوې ده، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله د افغانستان یو شمېر ولایتونو په تېره بیا بامیان ته هم سفر وکړي.