د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي چین ته د خپل سفر پر مهال د یوننن له والي وانګیوبو سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي، سوداګريزو، روغتيايي، روزنيزو او اکاډميکو همکاريو په اړه خبرې کړې دي.
د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې عبدالسلام حنفي په دې کتنه کې له “یوه کمربند، یوه لار” پروژې څخه د افغانستان ملاتړ اعلان کړی دی.
په ورته وخت کې، وانګیوبو ویلي چې چین د افغانستان د اقتصادي همکاریو په برخه کې له سیاست څخه هرکلی کوي او لېواله دی چې د تجربو د تبادلې له لارې، په بېلابېلو برخو کې همکارۍ زیاتې شي.
د یادونې وړ ده چې د ریاستالوزرا اداري مرستیال د یوننن یو شمېر پوهنتونونو له مسوولینو او هلته پر زدهکړو بوختو افغان زدهکړیالانو سره هم کتلي دي.
په دې کتنه کې، عبدالسلام حنفي د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعلیمي په ځانګړي ډول د طب، کرنې، انجینرۍ او ټکنالوژۍ په برخو کې د علمي او تحقیقي همکاریو د پراخېدو غوښتنه کړې ده.