له کابل وروسته په ننګرهار کې تر ټولو زیاتې بریښنایي پېژندپاڼې ویشل شوي

له کابل وروسته په ننګرهار کې تر ټولو زیاتې بریښنایي پېژندپاڼې ویشل شوي


  • 3 کاله دمخه (01/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1348

د ننګرهار ولایت د احصایې او مالوماتو ریاست اړوند د بریښنایي پېژندپاڼو مرکزونو د ۲۰۲۱ م کال د جون په میاشت کې د ( ۹۰۱۳۱ ) تنو هویت تثبیت کړي، د ( ۵۱۴۳۶ ) تنو بایومتریکي مالوماتو اخېستلو ترڅنګ وروستۍ پروسه یې هم بشپړه کړې ده، همدا راز په یاده میاشت کې ( ۴۲۹۰۸ ) تنو ته بریښنایي پېژندپاڼې هم ویشل شوي دي، چې له امله یې د دولت خزانې ته ( ۵۱۴۳۶۰۰ ) پنځه میلیونه یو سل دري څلوېښت زره شپږ سوه افغانۍ عواید راټول شوي، چې لدې سره ننګرهار په هېواد کې له کابل وروسته لومړی مقام یې خپل کړی.

د ننګرهار د احصایې او مالوماتو ریاست رئیس عبدالمالک سلیمانزی وایي " د بریښنایي پېژندپاڼو د ویش پروسه به لا پسې چټکه شي او د نوو مرکزونو په جوړیدو به ولسونو ته اسانتیاوې رامنځته شي."