افغان فوټسال لوبډله په اسیا جام کې له مخکې تګ پاتې شوه

افغان فوټسال لوبډله په اسیا جام کې له مخکې تګ پاتې شوه


  • 8 مياشتي دمخه (24/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 308

د ۲۰۲۴ اسیا جام فوټسال سیالیو په کوارټر فاینل پړاو کې افغان فوټسال ملي لوبډلې له تاجکستان ۲ ـ ۱ ماتې وخوړه.  

دغه لوبه نن غرمه د ټایلند په کوربه‌توب ترسره شوه. 

نننۍ لوبه په خپل قانوني وخت کې ۱ ـ ۱ مساوي شوه؛ خو په اضافي وخت کې تاجکستانۍ لوبډلې د یو بل ګول په وهلو بریالۍ او لوبه یې ۲ ـ ۱ وګټله.  

افغان فوټسال لوبډلې د یادو سیالیو اتو غوره لوبډلو ته لار موندلې وه، چې د نننۍ سیالي په بایللو سره له مخکې تک پاتې او بهر شوه.  

افغانستان په دغه جام کې د ایران، کوېټ، بحرین او تاجکستان پر وړاندې لوبې وکړې، چې دوه یې وبایللې، یوه یې وګټله او بله هغه یې مساوي کړه.   

دا د ۲۰۲۴ اسیا جام فوټسال په سیالیو کې د افغانستان لومړی ګډون و. 

یادې سیالۍ د اپرېل په ۱۷مه نېټه پیل شوې، چې د روانې میاشتې تر ۲۸مې نیټې به دوام وکړي.