د ترافیکو ریاست: د اختر په ورځو کې د ترافیکو پېښو له امله ۵۰ کسان مړه شوي

د ترافیکو ریاست: د اختر په ورځو کې د ترافیکو پېښو له امله ۵۰ کسان مړه شوي


  • 9 مياشتي دمخه (15/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 365

د ترافیکو عمومي ریاست وایي، د اختر په شپو ورځو کې په ۱۰۲ ترافیکي پېښو کې ۵۰ کسان مړه شوي دي.  

د یاد ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اختر په ورځو کې په ټول هېواد کې ۱۰۲ ترافیکي پېښې رامنځ ته شوې چې له کبله یې ۱۸۵ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، په مړو شویو کې ۲۹ تنه نارینه، ۸ ښځې او ۱۳ ماشومان او همدارنګه په ټپیانو کې ۱۱۸ تنه نارینه، ۳۵ ښځې او ماشومان شامل دي.   

د ترافیکو عمومي ریاست وايي، دغه ترافیکي پېښې ۱۹ په هرات، ۱۱ غزني او ۱۰ پکتیکا کې ولایتونو کې رامنځ ته شوې دي. 

د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او د ترافیکي اصولو په پام کې نه نیول، د ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو لوی لاملونه بلل کېږي.