کله چي د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې هوکله لیک په امنیت شورأ کي پرته له کوم مخالفت څخه تصویب او راجستر شو د افغانستان سوله او جګړه د امریکا، طالبانو، ناتو او اروپايې تولني د انحصار څخه ووت او پراخ نړیوال اړخ ونیوه. لویدیز پدي بریالې شو چي د ملګرو ملتونو له چینل څخه د افغانستان د دوسیي په محور باندي ټوله نړې ځان سره متحد کړې. د نړې په کچه د تروریزم او سیاسې اسلام په ضد جګړه او د لویزي نړې د ارزښتونو څخه دفاع، افغانستان دوسیي ته نړیواله پروژوې بنه ورکړه. دا د دویمې نړیوالي جګړي نه وروسته په بین المللې تعاملاتو کي نوي خبره و. دلته د یو هیواد ملې واکمنې چي د ملګرو ملتونو د جوړیدو منطق جوړوې حاشیې ته لویږې: غړی هیوادونه سیاسې او اخلاقې مکلفیت لرې چي د « ریال پولتیک» د ضوابطو په پام سره تر لاس لاندي پروژه اَن د نړیوالو قوانینو په نه پام سره پلي کړې. لاندي نا قانونه اقدام ته پام واړوي:« د اکتوبر په ۷مه نیته ملګري ملتونه افغانستان کې د بشر ضد جنایتونو پلټلو یو ځانګړي پلټونکي ګومارلو پریکړه کړي ده ». پلټونکي داسي یو هیواد ته ورلیږل کیږې چي تر اوسه پوري په رسمیت نده پیږندل شوي او هیڅ حقوقې مکلفیت نلرې چي پلټونکي ته هرکلې ووايې.
په هر حال ! افغانستان د مکافات ( اقتصادې مرستي، رسمیت پیږندنه ...) او مجازات ( اقتصادې بندیزونه، رسمیت نه پیږندنه ...) په نړیوال نظام کي چي د زبر ځواکونو له خوأ مدیریت کیږې قهړاً ورګد شو.
د اسلامې امارت رسمیت نه پیږندنه لاندي لاملونه لرې :
۱ – د دوحي د هوکله لیک په سرخط کي داسي راغلي: « په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پیژني، او د امریکا د متحده ایالتونو تر منځ توافقنامه ».
ورپسي د هوکله لیک په متن کي ۱۶ واره د « اسلامې امارت » اصطلاح تر څنګ راغلي : « ...چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني . . . ».
خو د جګړي اړخونه د هوکله لیک په دریمه برخه ( دوهمه فقره ) د راتلونکي « نوي افغان اسلامې حکومت » د جوړیدو په سر باندي په لاندي دول موافقي ته رسیدلي دې :
دواړه لوري « ... یو له بل سره مثبتې اړیکي غواړي او هیله لري چې د متحده ایالتونو او د بین الافغاني ډیالوګ او مذاکراتو له لارې تر جوړجاړي وروسته د نوي ( افغان اسلامي حکومت ) تر منځ اړیکې مثبتې وي ... ».
طالبان مخکي پر امریکا تور پوري کړي چي د دوحي له هوکله لیک څخه په کراتو تخلف کړیده. خو طالبانو پخپل وار کابل ته په راتک سره د « نوي افغان اسلامې حکومت » په ځاې د « اسلامې امارت » په اعلام ( چي په واک کي یي ملا صاحبان او آخوندان انحصارې قبضه لګولي ده ) د دوحي له هوکله لیک څخه بربنده تیرې کړیدې. دا د امریکي له خوأ د اوسنې اسلامې امارت د رسمیت نه پیږندنه بنستیز لامل ګنل کیږې.
۲- لویدیزوال هیڅکله سچه اسلام په واکمنې زغملې نشې : په یاد ولرو چي څنګه کلونه مخکي په الجزایر، فلسطین او مصر کي سیاسې اسلام چي د تاکنو له لاري د حکومت جوړولو په درشل کي و د توطئو ښکار شول.
طالبان چي خپل اسلامې امارت د « امر بالمعروف ونهې عن المنکر » یعني سچه اسلام په محور باندي جوړ کړي د نړې په کچه حساسیتونه راپارولي ده. تول نړې د اسلامې امارت د نه پیږندني پر دریز باندي يو موټي او متحد دریز نیولي دې.
۳ – طالبان د اسلامې امارت په اعلام او د ملایانو په لاس د قدرت په انحصار د افغانستان د متخصصینو او مسلکې رونفکرو سره عقده مندانه او انتقام جویانه چلند وکړل. طالبان خپل دریز داسي توجیه کوې چي د افغانستان د څلویښت کلن ناورین اصلې مسئولین د ښونځې او پوهنتون فارغان او د لویدیز څخه راغليو سوسیال خوران دې.
د خاين، وطن پلورونکي او مزدور مکتبیانو د مسئولیت څخه انکار کولې نشو. خو د ښونځې او پوهنتون تول فارغان نفې کول د انصاف څخه لري دې : په دوه لسیزه کي ګن شمیر رونفکر او مسلکې کسان د خپلواکې د داعیې د دفاع په موخه له طالبانو سره په واحد دریز کي قرار درلودل.
افغان مسلکې کسان او متخصصین زیاتره د لویدیزو هیوادونو د پوهنتونونو او فرهنګې موسساتو فارغان دې. اسلام، وطن او خپلواکې ته ژمن مکتبیان د اسلامې کولتور او لویدیز تمدن تر منځ پُله جوړوې. هغوې د واکمنې څخه لري ساتل د لویدیز تمدن سره د جګړي اعلان په معنا تعبیرولې شو. د طالبانو امارت رسمیت نه پیږندنه، اعلان شوي جګړي ته د لویدیزو هیوادونو طبعې غبرګون ښئې.
۴- طالبان د مقاومت او جهاد په بهیر کي د سیمي په کچه د ګن شمیرو اسلام پالو دلو سره اړیکي پاللي و. د لویدیز والو له نظره طالبان د خپلي واکمنې په موده کي نشې کولې خپلي عاطفې او عقیدوې علائق له مخکنیو متحدینو سره پري کړې.
د طالبانو د امارت په ترکیب کي اهل مسلک او تخصص یعني اعتدالې مسلمانان چي طالبان د حکومتولي په برخه کي له نړیوالو حساسیتونو او واقعیتونو سره آشنا کړې، شته والي نلرې. د طالب په واکمنې داسي کړې چي دوې وهڅوې چي د اسلامې ارزښتونو په ساتني سره د مخکنیو متحدینو سره د « دورې او دوستې » د فورمول له مخي چلند وکړې نه لیدل کیږې. بناً د بهرنیانو له انډه که اسلامې امارت په رسمیت وپیږندل شې، افغانستان د تروریزم او رادیکال اسلام د صدور په مرکز بدلیږې.
۵ـ د جهاد او مقاومت په موده کي د طالبانو څخه د پاکستان کوربه توب، د دي لامل شو چي د ځینو دیپلوماتیکو کړیو په نزد طالبان په سیمه کي د پاکستان د نیابتې جګړي د لشکر په حیث وپیږندل شې.
په سیمه کي د پاکستان پوځ او استخبارات ځینو اسلامې د لو له یوي خوأ د خپل بهرنې سیاست د افزار په توګه کارولي او له بلي خوأ تري نه په قبایلې سیمو کي د ناسیونالستانو په ضد استعمال کړي دې. پاکستان، افغانستان اسلامې امارت واکمنې ته چي ټوله له مخلصو ملایانو څخه جوړه شوي او په کي افغان ناسیونالستان ونډه نلرې ځانته د یو ستراتژیک غنیمت په توګه ګنې. له همدي کبله کله چي طالبان خپل امارت اعلام کړ پاکستانې چارواکو د نوي واکمنې د رسمیت پیږندني په موخه شکته او پورته په کامپاین پیل کړل. د طالبانو سره د پاکستان د مغرضانه دوستې جذبات د لویدیزوالو له انډه هغه ګومان چي طالبان د پاکستان د ستراتژیکو مقصدونو د پاره یو لاسوند دې، په یقین بدل او د رسمیت پیږندني پروسه له ځنډ سره مخ کړ.
۶- پاکستان د چین ستراتژیک ملګري د یو منفعل او د واقعیتونو څخه لري دیپلوماسې په ترڅ کي غواړې په سیمه کي افغانستان د خپل هژمونې په حوزه کي وساتې. د ستراتژیک قواوو اندول د چین او پاکستان په ګته واړوې. افغانستان د هندوستان او پاکستان په منازعه کي راکش کړې. لاندي پیښو ته پام واړوي :
الف- د سپتامبر ۵مه – د قریشې په نوښت د سیمي هیوادونو په ګدون انلاین غونده جوړه شوه. په غونده کي پاکستان، ایران، چین، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان برخه اخیستي و. د افغانستان دودیز دوست هیواد هند ته په غونده کي د ګدون بلنه نه و ورکړي شوي.
ب- د سپتامبر ۱۲ مه – په استخباراتې غونده کي چي د پاکستان د استخباراتو د مشر په کوربه توب جوړي شوي و، روسیه، چین، او ایران ګډون درلود. د سیمي په کچه افغانستان ته ستر مرسته ورکونکي هیواد یعني هندوستان له غوندي نه لري وساتل شو.
ج- د سپتامبر ۲۱ مه – د پاکستان په بلنه روسې، چینې او پاکستانې چارواکو د طالبانو رئیس الوزرأ ملا محمد حسن سره لیدنه وکړه. په غونده کي هندوستان حضور نه درلود.
پاکستان سره د ګاوندیتوب ښه اړیکي ساتل باید د طالبانو د دیپلوماسې په محور کي ځاې ولرې. خو
داسي مالومیږې چي پاکستانې چارواکو د افغانستان د اوسنې متزلزل او ناوړه حالت په ګته اخیستني سره پدي لته کي دې چي هرڅومره ژر او په هره بیه کي چي وې د « عمق ستراتژیک » هژمونیستې تیورې پلي کړې.
پایله :
په رسمیت نه پیږندنه د ديپلوماسې په لاس نرمه وسله ده. خو کله چي د سیاسې شرطونو سره مطرح او په دله ایزه توګه وکارول شې د خطر نه ډکي سیاسې، اقتصادې او امنیتې ناوړه پایلي لرلې شې.
د طالبانو حکومت، د رسمیت پیږندني حقوقې شرطونه بشپړي کړي. خو سیاسې شرطونه په ځاې پاتي دې. ځیني شرطونه نه د اسلام او ملې کولتور سره په ټکر کي دې اونه د پښتونولې له ډود او نرخونو سره. خو طالبان د غیرت په طلسم کي راګیر دې.
ڼن د نړې تول هیوادونه خپل منځې اختلافاتو سره سره د اسلامې امارت د رسمیت نه پیږندني په واحد دریز کي قرار لرې. اسلامې امارت انزوا کندي ته لویدلي ده.
طالب د شریعت د ځانګړي تعبیر له مخي له نړې سره په جګړه لګیا ده. پوښتنه دا ده چي دا جګړه عقلانې بنه لرلې شې ؟
واقعیت دا دې چي هغه کسان چي افغانستان آزادولې شې په یوازیتوب بي له افغان ولس له ملاتړ او د متمدني نړی له مرستي آبادولې نشې. « پاې»