سمسور(پنج شنبه د لېندۍ ۱۰) د روسیې ولسمشر ویلادیمرپوتی وایي، غرب دې نور د افغانانو وضیعت درک او د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.
پوتین په روسیه کې په یوه اقتصادي فورم کې د خبرو پر مهال ویلي، چې افغانستان په سخت وضعیت کې دی او بشري مرستو ته اړتیا لري. دده په خبره غرب او امریکا ته په کار ده چې په دې حساس وضعیت کې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي څو له دې پیسو د بشري وضعیت په ښه کولو کې ګټه واخیستل شي.
پوتین وايي افغانستان، د خوړو، درملو او نورو توکو پېرلو ته اړتیا لري او باید د افغانانو پر برخلیک نورې لوبې و نه شي. پوتین زیاته کړې، د غرب هغه انګیرنه ناسمه ده، چې ګواکي طا لبان به په دې پیسو وسلې رانیسي، هغه زیاتوي دمګړی په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسله پرته ده او دغه هېواد لا ډېرې وسلې ته اړتیا نه لري.
نوموړی په داسې حال کې یادې څرګندونې کوي، چې امریکا ویلي و، د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ یوه برخه به د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې ته ور وسپاري.
سمسورپریس