راشد خان د سریلانکا پر وړاندې دوو لوبو کې نه لوبېږي

راشد خان د سریلانکا پر وړاندې دوو لوبو کې نه لوبېږي


  • 1 کال دمخه (31/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 605

د افغانستان د کرکټ‌ وتلی ستوری راشد خان له سریلانکا سره لومړیو دوو لوبو کې په ملا کې د درد له امله نه لوبېږي.

د افغانستان کرکټ‌ بورډ وايي، راشد خان نن چهارشنبه د تمرین پر مهال په ملا کې د درد احساس کړی دی.‌

د کرېکټ بورډ په وینا، د ډاکټر له معاینې وروسته،‌ نوموړي‌ ته د یوې اوونۍ ارام سپارښتنه شوې.‌

خو تمه دا ده، چې نوموړی د سريلانکا پر وړاندې وروستۍ لوبه کې برخه واخلې. 

د افغانستان او شري لنکا ترمنځ سیالۍ به د مهالوېش له مخې، د جون میاشتې پر ۲مه، ۴مه او ۷مه نېټه د سرلانکا په همبانټوټا نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.