په سينما، تياتراوتلوېزيون کې دګريم ونډه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • همت الله امين زی
  • 1168

په معدني، دونې دپوستکي، ګياه، عطارو، او نور دخوښې وړ رنګونو باندې دڅېرې بدلولوته ګريم وايي.
په پخوانيووختونوکې مصريانوبه خپلې دواړه سترګې په رنګونو او يوه خاص ډول خطونوباندې رنګولې. دغه راز افريقايانوبه هم دغه ډول کاراوه. سورپوستکيوبه هم دبېلابېلوډول رنګونوپه کارولوسره له ګريم څخه کار اخيست.
بشراوپه لويه کې انساني ټولنه کې انسانانو په هروخت او بېلابېلوحالتونوکې دسرګرمۍ او ديوه حالت دښه انځورولوپه موخه له ګريم څخه کار اخيستی دی او دځانګړو ورځو لمانځنه يې دخوښۍ دشېبوپه برابرلوسره په سندرو او خپلې سنتي تفريح سره تېرې کړې دي.
په فرانسه کې د ۱۷۷۸ ميلادي کلونوکې دګريم له اوسني حالت څخه کار اخيستل کېده او دنن ورځي په شان کارېده. چې ډېری به ترې موخه ساعت تيری ، شکل بدلول مسخره کول او دخوښۍ دشېبوبرابرول ول.
له ډېرې پخوازمانې او آن له ميلاد څخه وړاندې وختونوکې سينګارپه نارينه اوښځوکې دښايسته کېدواودپام وړدګرځېدولپاره دخلکوپه مينځ کې کارېده اومعمول وه. اماپه ځينومحدوده چوکاټ کې او هغه هم په هرفرهنګ کې پکې ځينې تفاوتونه ترسترګوکېده. چې په لباس، دوېښتانواوڅېرې سينګار، او نوروډولونوسره کېده.
ګريم اودڅېرې بدلول په سينما، تياتر او تلوېزيون کې په اوس وخت او په سلونوکاله پخوا وختونوکې په متداول ډول باندې دوام درلود. اماديوه تفاوت په کولوسره چې دوخت په تېرېدوسره به په فني او سليقوي ډول بدلون موندلی اوديوه مشخص هنر په ډول يې تبارز موندلی دی ، ځکه چې دوربېنونه او کامرې او نور عصري سيستمونه دغه غوښتنه لانوره ډېروي.
دګريم استفاده کوونکي درنګ ، تکنيکونو، سيوري ورکول ، دڅېرې حجم، او نور ډولونونه په سينمااوتياترکې کاراخلي چې دلوبغاړولپاره دپام وړ دګرځېدوسبب ګرځي. ګريم بايدپه داسې ډول وکارول شي چې اصلي څېرې ته زيان رسوونکي ونه اوسي. ځکه چې ګريم څخه موخه دظاهري څېرې ښودل دي، چې دپام وړبدلون داړوندانسان په څېره کې په ډاګه شي. اودهمغه رول دلوبولولپاره چمتوشي.
ګريم په کلاسيک، اپاليستيک اوسورياليست ننداروکې يوله بله سره تفاوت لري. که چېرې داړوندکار لپاره سالون لوي واوسي، دتياترګريم غليظ او حجم يې ترپخواښه او له باريکو خطونو څخه پکې ګټه اخيستله کېږي . ځکه چې دکامرې سترګې دانسان له سترګوڅخه دقيقې دي او باريکبينې دي. اوډېر وړکی سيوری اوخط هم دانسان په څېره کې دسينمادپردې پرمخ او دتلوېزيون پرصفحه ظاهروي. چې دغه خطا او اشتباګانې چې لکه او بې موډه خطونه رامنځ ته کړي موخې ته په رسېدوکې خنډ پيداکوي او داړوند هنرکيفيت ته زيان رسوي همداده چې دهرهنرلپاره دسينګار دغه ډولونه تفاوتونوته اشاره کوي.
دګريم استفاده کوونکي بايد په اړنده برخه کې پوره مهارت ولري اوپه بېلابېلوډولونوتقسيم بندۍ باندې وپوهېږي، [ې په دې ډولونوکې دڅېرې پېژندنه، دانسان دغړيودساختمان پيژندنه، دروښانه سيوري ډول، درنګ پيژندنه، ماسک اوږيرې اوبرېتوسره په بشپړه توګه اشنايي ولري. ترڅووکولی شي دانسان دشخصيت په ښودلوخپله سپارل شوې ونډه په سمه توګه ترسره کړي.