- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- شهرت ننګیال
- 1245
باب ووډ
ژباړه: شهرت ننګیال
د راز خبرې
پخوانی ولسمشر جارج ډبلیو بوش سپینې ماڼۍ ته راغی چې خپلې تېروتنې د اوباما مخ ته کېږدي که له تکراره يې ځان وژغوري.
د ده په خبره، ایجنسۍ ګډ کار سپکاوی ګڼي. له یو بل سره يې مرستې ته چمتو کول اړین، خو اسانه نه دي.
تر اوسه داسې شوي لکه د افغانستان ګاډی د لسو ډرېورانو لاسو کې و، هر یوه بېلابېلو لوریو ته ځغلاوه.
اوباما تر ولسمشرۍ وروسته د افغانستان لپاره یوه څانګړې څانګه پرانیسته چې تر ډېره يې کانګریس ته هم پته نه وه. دغې څانګې ښايي د افغانستان- پاکستان په اړه پټ مالومات راټول کړي وای. ادارې "۱۸۰" ملیونه ډالره کلنۍ بوديجه لرله. مشري يې د CIA د پخواني افسر هاروې په غاړه وه.
د دغه مرکز ټولو کارکوونکيو پښتو او دري ویلای شوای، د قبایلي او مذهبي مشرانو او مخورو په اړه مالومات د دوی ورځنۍ چاره وه.
دا چې چا سره خواخوږي لري، نظریات يې پر کومو کرښو غځېدلي، دا ټول د مرکز پر پنځه کلن پلان راګرځېدل.
د دغه مرکز د راپور وروستۍ کرښه دا وه: د افغانستان رانیول ناشوني دي.
ولسمشر اوباما ویل: ...زموږ بنسټیزه موخه د امریکا خوندیتوب دی چې د القاعده د نورو بریدونو مخه ډب کړو. د القاعده ماتې د همدې لپاره اړینه ده چې امریکا خوندي وو اوسي...
موږ د خپلو پولو د خوندي کولو پر ځای، څله خپل وسایل د افغانستان کورنۍ جګړه کې له لاسه ورکړو او د یوه کرپټ حکومت خوله کې خپله پانګه ور وغورځوو.
نومبر ۲۰۰۹ د ملي امنیت غونډه
د افغانستان حالات له وړاندې ګواښمن دي. پړه يې د طالبانو په پرتله د پاکستان، حامد کرزي او هندوستان ده.
پاکستان نه غواړي په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو شمېر لوړ شي، خو کرزی دې ته اړم دی چې نور بهرني پوځونه پر افغانستان وروخېژي. هند، پاکستان ته د افغانستان سنګر ګوري، همدا لامل دی چې پاکستان له زړه د طالبانو پر ضد نه شي درېدلای.
د ۲۰۰۹ په پای کې اوباما دا پوښتنه راپورته کړه چې په افغانستان کې د حکومت پښې دومره ټینګولای شو چې څلورو- پينځو کالو کې په بشپړه توګه له دغه هېواده ووځو؟
د ده په خبره، که څه هم کرزی د امریکا غوښتنې نه شي پوره کولای، تر هغې چې د کرزي حکومت سمې لارې ته را و نه ګرځي امریکا ورځ تر بلې هورې ښخېږي.
یوه میاشت وروسته د اکتوبر په غونډه کې اوباما وویل: نژدې ده د کرزي له لاسه امریکا د طالبانو واکمنۍ ته غاړه کېږدي.
له پيټریاس سره د ټامسن له خپړو لګولو وروسته، ټامسن وویل: امریکايي پوځیان یوازې د ټکو او لفظونو په تکیه زړونه ښاد ساتي. دا چې هر څه سم دي، خو خلک پوهېږي، هيڅ سم نه دي. امریکا په یو بل ویټنام کې ښخېږي، هورې تر ویټنام درنه جګړه غځېدلې، بری ناشونی دی، که وای، نو روسانو به په لسو کالو کې جنګ ګټلای وای.
اصف زرداري، زلمي خلیلزاد ته په غمجنه او ستومانه لهجه وویل: دوه هېوادونه له پاکستاني طالبانو سره مرسته کوي. لومړی هندوستان، خو هغه دومره وړتیا نه شي لرلای، دویم متحده ایالات.
د استخباراتي راپورونو له مخې، امریکا پاکستاني طالبانو ته مالي مرسته او تخنيکي اسانتیاوې برابروي.
افغان ولسمشر له زرداري سره دغه خبره منلې وه چې ګنې پاکستاني طالبان په رښتیا خپلې حملې د امریکا په مرسته تر سره کوي.
خلیلزاد ایله دومره وویل: امریکا له دغسې بریدو څه ګټه تر لاسه کولای شي؟
خو زرداري وویل: دوی امریکایانو ته د پاکستاني طالبانو مرکزونه او اډې په ګوته کوي، خو هغوی بیا هم له ډرون څخه خوندي دي.
خلیلزاد وویل: ډرون یوازې د القاعده پر ضد دي. پاکستاني طالبان پر امریکایانو بریدونه نه کوي، ځکه خو له قانوني اړخه پر هغوی دغسې بریدونه نه شي تر سره کېدای.
۶ مۍ ۲۰۱۰
هیلري کلنټن افغان ولسمشر ماښامنۍ ته بللی وو، د کابينې ډېری غړي ورسره مله ول. ګېټس، جونز، مک کرسټل او هالبروک هم بلل شوي وو. ترینګلتیا له ورایه لیدل کېده. د خوښې او غوسې ګډ جذبات تر سترګو کېدل.
ناڅاپه کرزي پوښتنه وکړه:
موږ دغه ژمنه څومره پخه بللای شو چې امریکا به يې راسره پرې نه کړي؟
دی د پاکستان له چلنده ګیلهمن و چې استخبارات يې طالبان پالي.
هیلري پوښتنه وکړه:
پاکستان به په اسانۍ وکړای شي ملا عمر ونیسي؟
کرزي د چايو کاچوغه پر قاب کېښوده، په موسکا يې یو بسکټ راواخیست، په درانه غږ يې وویل: که پاکستان وغواړي ملا عمر دغسې نیولای شي.
کرزي وویل: که ټاکنې يې وګټلې د طالبانو او امریکا تر منځ به روغه وکړي. د کوم لوري له ننګې او پلوۍ پرته يې د دغې جوړې مخه لیدلې ده. چې طالبان يې په کیسه کې نه شول ټوله پړه يې پر امریکا وغورځوله.
نوزاد د هلمند هغه ځای دی چې د امریکايي پوځیانو په وينا پېریان پکې مېشت دي، دوی لومړی له نوزاده عام وګړي وايستل بیا طالبان.
ځکه خو هلته یا بريتانوي پوځیان پاتې دي، یا کوڅه ډب سپي. بیا هم ماینونه ښخېدل، پوځیان مړه او ژوبلېدل. اخېر دا ومنل شوه چې دلته د طالبانو ارواوې ګرځي راګرځي. که نه، نو ولې نه ښکاري. ځواب له هيچا سره نه و.
ستونزه دا ده چې په افغانستان کې د جګړې ډګر ناڅرګند دی چې داسې ده ګواښ او خطر به کوم ځای لټوې؟
په عراق کې دا ډګر څرګند و. په افغانستان کې طالبان هيڅ ځای نشته، خو هر ځای شته. چې د دښمن درک و نه شې لګولای، عملیات څرنګه پر مخ وړای شې. یوه سیمه به ونیسې، څه موده پس به بېرته طالبان پکې راټوکېدلي وي. بیا به ورک شي، بېرته به سر را پورته کړي.
یو ځوان چې له کومې پېغلې سره مینه کوي، د واده پیغام ورکوي. دی یوازې مینه کوي، خو نجلۍ په دې شرط واده ته غاړه ږدي چې د عشق پر خوند سربېره، نور څه هم تر لاسه کړي. د باندې يې وګرځوي، د سیل ځایونو کې چکر ته ورسره ولاړ شي، هلته ګوتمۍ ورکړي.
جنرال جونز وویل: پاکستانیانو ته باید د نکاح لپاره د ګوتمۍ ورکولو لار پیدا شي.
اوباما وايي، په افغانستان کې داسې څوک ولسمشر غوره شوی چې هيڅ نه شي کولای. که دی يې د افغانستان ولسمشر ټاکلی وای، خورا به خوشحاله وای. کرار به ناست و، په هيڅ چاره به يې ځان اړ نه لیده.
د ده په خبره، کرزی غواړي امریکايي عسکر کله هم له افغانستان و نه وځي. دی د امریکايي پوځیانو په زور او قربانیو حکومت وکړي. د ده حکومت دومره کرپټ وخوت چې خلک يې د طالبانو ارمانجن کړل.
ايکنبېري وار له مخه په ډاګه کړې وه چې طالبان ښايي د افغانستان سیاسي جوړښت کې خپل ځای ولري. د ده په خبره غټ ګواښ د افغان حکومت له اړخه دی. د ده په اند که په افغانستان کې د پرمختګ کوم چانس نه وي، د دې پر ځای چې هورې مړه شو، غوره ده خپلې پښې وباسو.
اوباما وویل: د امریکايي پوځیانو د وتلو پروسه د نومرو لوبه نه ده، دا زموږ د پایښت مسئله ده. که ستونزې مې پر وړاندې نه راپورته کېدای، په یوه شپه به مې له افغانستان څخه د پوځیانو ايستل بشپړ کړي وای. دا ماته ډېره اسانه ده چې ویلي مې وای، دوزخ ته ولاړ شئ، خو له افغانستانه ووځئ.
د ده په خبره، افغان جګړې د امریکا اقتصاد تباه کړ، که دغه جګړه روانه وي، امریکا به هم ورسره برباد شي.
سرخط ورځپاڼه