د امریکا نوی دفاع وزیر: امریکا باید نورې اوږدې جګړې ختمې کړي.
داسې ښکاري چې د امریکا نوی دفاع وزیر د ټرمپ په خوښه کارونه مخ ته وړي، ځکه نوموړي پخپلو تازه څرګندونو کې له افغانستانه د ځواکونو وتلو ته په اشارې ويلي، چې امریکا باید نورې نایابه جګړې پای ته ورسوي.کرېسټوفر میلر د پنټاګون له کار کونکو غوښتي، چې ژر تر ژره د ټرمپ حکم عملي کړي او د امریکا زرګونه عسکر دې بیرته خپل هېواد ته راستانه کړي.