د امریکا مشرانو جرګې غړی؛ له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتل، د امریکا پر تاریخ یو تور داغ دی

د امریکا مشرانو جرګې غړی؛ له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتل، د امریکا پر تاریخ یو تور داغ دی


  • 6 مياشتي دمخه (18/07/2024)
  • سمسور نیوز
  • 189

د امریکا د مشرانو جرګې غړی وایي، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل، یو شرمناک ګام او د امریکا پر تاریخ یو تور داغ دی.

 

مایکل والټز هیله څرګنده کړې، که د امریکا راتلونکي ولسمشریزې ټاکنې ډونالد ټرمپ وګټي، نو له افغانستان څخه به د امریکایي ځواکونو وتلو او د هغو ۱۳ سرتېرو په اړه به هم پلټنه وکړي چې د کابل په هوایي ډګر کې ووژل شول.

 

هغه دا یوه لویه غمیزه بللې او زیاته کړې یې ده چې بایډن ان د هغو ۱۳ سرتېرو له کورنیو سره په ټیلفون هم خبرې نه دي کړې، چې په وروستۍ شېبه کې د امریکا لپاره ووژل شول.