روسیه: د افغانستان اوسنی حکومت یو حقیقت دی او باید خبرې ورسره وشي

روسیه: د افغانستان اوسنی حکومت یو حقیقت دی او باید خبرې ورسره وشي


  • 1 کال دمخه (26/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 604

سمسور نیوز (۶غوایي۱۴۰۲) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې په افغانستان کې اوسنی حکومت یو حقیقت دی او په‌کار ده، چې خبرې ورسره وشي.  

لاوروف بېګا د ملګرو ملتونو په مقر کې په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې مسکو به اسلامي امارت تر هغه مهاله په رسمیت ونه پېژني، چې د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو په ګډون د نړیوالو معیارونو پر اساس خپل مکلفیتونه ترسره نه کړي. 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف زیاته کړې، چې اساسي بشري حقونو، له هغې ډلې د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی هم د رسمیت پېژندنې له مهمو معیارونو څخه دي.

د اسلامي امارت حکومت تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.