د افغانانو لاسنیوی؛ مسکو: روسیه، پاکستان او چین د افغانستان اقتصادي ملاتړ کوي

د افغانانو لاسنیوی؛ مسکو: روسیه، پاکستان او چین د افغانستان اقتصادي ملاتړ کوي


  • 3 کاله دمخه (20/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1349

مسکو وايي، پاکستان، چین او روسیه غواړي چې افغانستان ته بشري مرستې ټولې کړې او د دغه هېواد څخه اقتصادي ننګه وکړي.  

د روسیې د بهرنیو چارو وزرات په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دې هېوادونو استازو سره لیده کاته شوي او په دې اړه غږېدلي دي.  

په ورته مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې روسیه به د اوس لپاره طالبان په رسمیت ونه پیژني او له دوی غواړي، چې په خپلو ژمنو عمل وکړي.  

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې ټاکل شوې نن په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه وشي.