افغان حکومت وایي پر کابل پوهنتون د تېرې ورځې خونړی او وحشتناک برید د وسله والو طالبانو کار دی. د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په تازه څرګندونو کې ویلي له ټولو ثبوتونو او ترلاسه شوو اسنادو ښکاري چې پر کابل پوهنتون وسله والو طالبانو برید کړی دی او ددې پېښې تر څټ تر ډېره د حقاني شبکې لاس دی. هغه وایي طالبان له دې پېښې ځان وباسي او په وینا یې د داعش په نامه خپره شوې اعلامیه هم جعلي ده نو نړیوالو ته په کار ده چې د طالبانو دغه ډول جنګي جنایتونو ته متوجه وي. امرالله صالح وایي چې د پېښې په اړه به پوره اسناد او جزیات له رسنیو سره شریک کړي. امرالله صالح داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي او زلمي خلیلزاد هم ویلي چې دا کار د طالبانو نه دی او باید دواړه لوري د ګډ دښمن پر وړاندې مبارزه وکړي.