هېواد کې د وروستیو ورښتونو او وارو له کبله ۹ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ملا جان سایق وايي چې د روانې کب میاشتې له دویمې نېټې څخه تر نهمې نېټې پورې، د ورښتنو له کبله درې کورونه ویجاړ شوي او ۷۵ څاروي وژل شوي دي.
د هغه په خبره، د په دایکندي، جوزجان، سرپل او فراه ولایتونو کې د نهه ولسوالیو او سالنګونو لارې تړل شوې، چې خلاصون یې په چټکۍ سره روان دی.
نوموړی وايي، له ملي او نړیوالو موسسو سره په همکاري یې د روانې میاشتې له پیل راهیسې څلور زره کورنیو ته مرستې ویشلې، چې لاهم جریان لري.
سایق له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې پېښو ته پر وخت د لاسرسي لپاره دې د دوی ولایتي ریسانو ته خبر ورکړي.
د یادونې ده چې په هېواد کې د تېرې اوونۍ ورښتونو او واور له کبله هم نږدې ۳۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.