امريکا د روان ميلادي کال تر پایه د تخليې عمليات بيا پيلوي

امريکا د روان ميلادي کال تر پایه د تخليې عمليات بيا پيلوي


  • 3 کاله دمخه (15/10/2021)
  • خالد سهار
  • 972

د "وال ستریت ژورنال" ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه لوړپوړي چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې دغه هېواد د روان میلادي کال تر پای ته تر رسېدو مخکې له افغانستانه خپل د تخلیې پروازونه بېرته پیلوي.

په راپور کې راغلي، چې په دې پروازونو کې به امریکایي اتباع، په دغه هېواد کې د قانوني اقامت درلودونکي کسان او د ویزې ځینې غوښتوونکي له افغانستانه واېستل شي؛ خو د دې پروازونو د پیل نېټه لا نه‌ده اعلان شوې.

باید وویل شي، چې امریکا د طالبانو په واسطه د کابل تر سقوط وروسته، د تخلیې نظامي عملیات پر لار واچول او د اګست میاشتي تر ۳۱ مې نېټې پورې یې په زرګونه افغانان او بهرنیان له دې هېواده بهر ته انتقال کړل.