حامد کرزي د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې سره کتلي

حامد کرزي د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې سره کتلي


  • 1 کال دمخه (24/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 506

پخواني ولسمشر حامد کرزي له اروپايي ټولنې غوښتي، چې د افغانان ځوانانو د زده کړو د ودې لپاره جدي او هر اړخیزې هڅې وکړي. 

نوموړي تېره ورځ د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیرې رافیلا یودیچه سره په کتنه کې زده کړې د افغانستان لپاره یوه حیاتي مسئله بللې ده. 

د کرزي پر ټوېټرپاڼه لیکل شوي، چې نوموړي په دې لیدنه کې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې له مرستو مننه کړې او د لا زیاتو همکاریو غوښتنه یې کړې ده.

د یادونې وړ ده چې حامد کرزي تر دې وړاندې هم پر نړیوالو غږ کړی چې په افغانستان د زد کړو په برخه کې همکاري درېغ نه کړي.