د افغانستان ٨ ولایتونو سره د امنیتي تړون د تطبیق په اړه غونډه وشوه.

د افغانستان ٨ ولایتونو سره د امنیتي تړون د تطبیق په اړه غونډه وشوه.


  • 4 کاله دمخه (23/11/2020)
  • اسير مشواڼی
  • 1318

د ولسمشر لومړي معاون امرالله صالح په مشرۍ، د امنیتي تړون او شپږ نیمو بجو د ټیم مسولانو د ننګرهار، هرات، بلخ،  سمنګان، خوست، کاپیسا، بغلان او تخار ولایتونو له والیانو او امنیتي مسولینو سره د ويډیو کانفرانس له لارې غونډه وکړه.

 

په دغه غونډه کې د ولسمشر لومړي معاون امرالله صالح وويل: '' امنیتي تړون د نوي تشکيل يا موازي جوړښت په مانا نه دی، بلکې د امنیتي مسولینو له موجوده ظرفیت څخه په استفادې او  د ولس په همکارۍ د امنیت راوستلو او د ترورېزم پر ضد ملي ستراتیژي ده، چې د کابل په شمول په ټولو لویو ښارونو کې عملي کيږي''

هغه وويل: '' د ښارونو، ولسوالیو او کلیو په سطحه به کوڅه په کوڅه استخباراتي پوښښ ونیسو او له استثنا پرته به د هر غاصب، غل، اختتافګر او قانون ماتوونکي پر ضد اقدامات وشي''

ښاغلي صالح له والیانو او د ولایتونو له امنیتي مشرانو وغوښتل چې د ټولنې سره نېږدې اړیکې ونیسي او ولسونه ډاډمن کړي چې دولت یې غږ اوري او ورته رسيدګي کوي

ولسمشر غني یوه میاشت وړاندې د کابل امنیت خپل لومړي معاون امرالله صالح  ته وسپاره، هغه هر سهار د شپږ نیمو بجو ټیم سره غونډه کوي او خپلې لاسته راوړنې له ولس سره شریکوي، اوس غواړي امنیتي تړون (میثاق ملی)  د هېواد په لویو ښارونو کې هم عملي کړي.

ولسمشر د شپږ نیمو بجو له ټیم څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی.

***