افغان ځواکونو دوه ولایتونو کې ۳۲ طالبان ووژل.

افغان ځواکونو دوه ولایتونو کې ۳۲ طالبان ووژل.


  • 3 کاله دمخه (18/03/2021)
  • کامران احمدزي
  • 1583

افغان امنیتي ځواکونو د هېواد په دوه ولایتونو میدان وردګو او کندهار کې ۳۲ طالبان ووژل او ۹ نور یې ټپیان کړل.

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو تېره ورځ د کندهار ولایت په ارغنداب او ډنډ ولسوالیو کې عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې ۲۲ طالبان وژلي او ۲ نور یې ټپیان کړي دي.

په همدې حال کې بیا له یادې سرچینې څخه په بله خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو په میدان وردګ ولایت کې ۱۰ طالبان وژلي او ۷ نور یې ټپیان کړي.

د ملي دفاع وزارت په خبره په یاد عملیاتو کې د طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

باید یاده شي، چې تېره ورځ هم په کندهار کې د ناټو ځواکونو په هوايي برید کې ۵۵ طالبان وژل شوي وو.