د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په لبنان کې د حزب الله او اسرائیلو ترمنځ د اعلان شوي اوربند هرکلی کړی.
نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لېکلي، چې هېله مند دی ترڅو دغه هوکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي، کړاوونو او د ورانیو پای ته رسېدو لامل شي.
د امریکا د دفاع وزیر هم د اسرائیل او لبنان تر منځ د یاد اوربند له رامنځته کېدو ملاتړ کړی.