لغمان کې د اکسیجن د تولید یو مرکز په فعالیت پیل وکړ

لغمان کې د اکسیجن د تولید یو مرکز په فعالیت پیل وکړ


  • 3 کاله دمخه (21/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1343

د لغمان ولایت د رسنیو د دفتر د معلوماتو له مخې په مهترلام ولایتي روغتون کې د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اکسیجن د تولید مرکز په فعالیت پیل وکړ.

د لغمان د رسنیو دفتر د لغمان د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالمعروف جلیلي له خولې زیاتوي، چې د اکسیجن پلانټ دغه مرکز په یوه وخت د ۱۳ ډبې ډکولو سربېره یوه وخت ۸۴ د بستر چپرکټونو ته اکسیجن رسوي.

نوموړي زیاته کړه چې د اکسیجن د تولید په دغه مرکز دولس عشاره دوه میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د عامې روغتیا وزارت له لوري ورکړل شوی.

دا مرکز په داسې مهال په لغمان کې فعالیږي، چې په افغانستان کې ډیری ناروغان د اکسیجن له کمبود سره مخامخ دي.