فرانسه د کرونا ويروس د دويمې څپې له وېرې يوه مياشت قرنطين اعلانوي.

فرانسه د کرونا ويروس د دويمې څپې له وېرې يوه مياشت قرنطين اعلانوي.


  • 4 کاله دمخه (29/10/2020)
  • انوش ننګیال
  • 1234

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون تېره شپه په یوه تلویزیوني وینا کې ویلي دي, چې په فرانسه کې د کرونا دویمه څپه راتلونکې ده.

د فرانسې ولسمشر او ددغه هېواد چارواکي اندېښمن دي او وايي، چې دغه څپه به د لومړۍ څپې په پرتله ډېره خطرناکه وي او ممکن زرګونه نور کسان هم د دغه مرګوني ويروس له امله ځان وبايلي.

د ایمانویل مکرون پر وينا، دوی غواړي، چې په فرانسه کې د یوې میاشتې لپاره قرنتین اعلان کړي، پر کاروبارونو او تګ راتګ هم بندیزونه ولګوي او که چېرته د يوې مياشتې په ترڅ کې وضعيت کنټرول نشي نو ښایي قرنطين نور هم وغځول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په شمول ډېری نور هېوادونه هم د کرونا د دويمې څپې له خطر سره مخ دي.