زیلنسکي: د امریکا کانګرس دې اوکراین ته د مرستو لېږلو په برخه کې پام زیات کړي

زیلنسکي: د امریکا کانګرس دې اوکراین ته د مرستو لېږلو په برخه کې پام زیات کړي


  • 9 مياشتي دمخه (29/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 308

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي د امریکا له کانګرس غوښتي چې اوکراین ته د مرستو په انتقال کې خپله پاملرنه زیاته کړي.

نوموړي ویلي چې تېره ورځ یې د امریکا د استازو خونې مشر مایک جانسن سره په ټیلفوني خبرو کې غوښتنه کړې چې اوکراین سره باید دغه حیاتي مرستې وشي.

زیلنسکي ویلي، دمګړی د روسیې هوايي وېره په ډراماتیک ډول زیاته شوې؛ نو په کار ده، چې له دوی سره اعلان شوې مرسته ژر تر ژره ور ورسیږي.

سره له دې، چې د بایډن ادارې له اوکراین سره د ۶۰ میلیارده ډالرو مرستې اعلان کړی؛ خو دا طرحه له تېر ۲۰۲۳ کال راهیسې د امریکا په کانګرس کې پرته ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروسیتو کې روسیې د اوکراین په بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه زیات کړي دي.

د راپورونو له مخې، روسیې تېره اوونۍ د اوکراین په خاورې باندې ۱۹۰ میزایلونه، ۱۴۰ بې پیلوټه الوتکې او ۷۰۰ رهبري کېدونکي بمونه توغولي چې په روانه جګړه کې تر ټ،لو لوی عملیات ګڼل کېږي.