د ترکیې پلازمېنه انقره کې ځانمرګی برید شوی

د ترکیې پلازمېنه انقره کې ځانمرګی برید شوی


  • 1 کال دمخه (01/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 504

ترکي رسنیو خبر ورکړی چې د ترکیې پلازمېنه انقره کې نن سهار شاوخوا ۹:۳۰ دقیقې ځانمرګی برید شوی دی.

د راپورونو له مخې، دغه برید د امنیې قوماندانۍ په دخولي دروازه کې د دوو بریدګرو له لوري ترسره شوی، چې له کبله یې دوه تنه ټپیان شوي دي. 

راپورونو کې ویل شوي، چې برید هغه سیمه کې شوی چېرته چې د کورنیو چارو وزارت او پارلمان ودانۍ هم شتون لري.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا په انقره کې د نننی برید یو ترهګریز عمل بللی دی. 

نوموړي ویلي، چې دوو بریدګرو د کورنیو چارو وزارت په نښه کړی، چې په خبره یې دواړه بریدګر له پښو غورځول شوي. 

ویل کېږي چې په انقره کې تر برید وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي.