سمسور نیوز (۲۵کب۱۴۰۱) تمه ده، امنیت شورا په افغانستان کې تر يوه بل کاله د یوناما د ماموریت د غځولو په تړاو پرېکړه وکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون په یوه بیان کې ویلي، چې ټاکل شوې نن په افغانستان کې د یوناما د ماموریت په تړاو د دوو مسودو په اړه پرېکړه وکړي.
لومړۍ مسوده په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځولو او دوېیمه مسوده په افغانستان کې د دغه سازمان د ماموریت د ارزونې په اړه ده.
خپاره شوي معلومات په ډاګه کوي، چې دغه دوه مسودې د جاپان او متحده عربي اماراتو له خوا چمتو شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې د یوناما ماموریت د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۱۷مه، پای ته رسېږي.
تمه ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي د دغه بنسټ ماموريت تر یوه بل کال پورې وغځوي.