د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر او د سولې په چارو کې د افغان دولت له وزیر سره د افغان سولې پروسې د روان بهیر په تړاو بحث او خبرې کړې دي.
له بلې خوا د طالب ویاند ډاکټر نعیم وایي، « په ملاقات کې د دواړو لوريو تر منځ د شوې توافقنامې پر اهميت او هغې ته د دواړو لوريو د ژمنتيا په اړه خبرې وشوې، د تور ليست د ختمېدو، دپاتې بنديانو د آزادئ ، همدارنګه د بين الافغاني مذاکراتو اړونده موضوعاتو په اړه بحثونه وشول.»