کابل ته د اسلامي همکاریو سازمان یو پلاوی راځي

کابل ته د اسلامي همکاریو سازمان یو پلاوی راځي


  • 1 کال دمخه (14/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 573

سمسور نیوز (۲۵وری۱۴۰۲) اکل شوې د اسلامي همکاریو سازمان یو پلاوی کابل ته راشي او د بېلابېلو مسایلو په اړه له اسلامي امارت سره خبرې اترې وکړي.

په افغانستان کې د دې سازمان سفیر وایي، د یاد سازمان دفتر به د ښځو د کار بندیز د حل کېدو په اړه له اسلامي امارت سره خبرې وکړي او ښځو ته باید د اسلام په چوکاټ کې د کار زمینه برابره شي.

د دې سازمان د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې افغان ولس ته د مرستو رسونې په تړاو هم د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې وکړي.

د افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان سفیر محمد سعید العیاش ویلي چې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان دفتر په دوامداره توګه له چارواکو سره د مېرمنو د کار او تعلیم په اړه  خبرې کړي او غوښتي یې دي چې، ښځو ته د کارکولو داسې زمینه برابره کړي چې، د اسلام او افغاني ثقافت خلاف نه‌ وي. 

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د اسلامي همکاریو د سازمان لوړ رتبه پلاوی افغانستان ته راغلی وو او له چار واکو سره یې په یو شمې موضوعاتو خبرې کړې وې.