ملګري ملتونه: افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره یوازې بشري مرستو ته اړتیا نه‌لري

ملګري ملتونه: افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره یوازې بشري مرستو ته اړتیا نه‌لري


  • 3 کاله دمخه (15/01/2022)
  • 997

سمسور (جمعه د مرغومي۲۵) د ملګرو ملتونو د مرستو همغږې کوونکې ادارې رییس مارټن ګریفیټس ویلي، چې افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره د بشري مرستو ترڅنګ یو فعال اقتصاد ته هم اړتیا لري.

ښاغلي ګریفیټس زیاته کړې، چې د افغانستان اوسني بحران په اړه یې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکن سره خبرې کړي دي.

د ملګرو ملتونو دغه لوړ پوړي چارواکي زیاته کړې چې د اصولو په چوکاټ کې د امریکايي مشرتابه هغو عملي هڅو متاثر کړم چې د نورو ستونزو رامنځته کېدو مخنیوي لپاره یې کوي. 

تر دې وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنک ویلي وو، چې له نړیوالو بنسټونو سره په دې کار کوي، چې بشري مرستې لاس په لاس افغانانو ته ورسېږي.

په ورته مهال د ملګرو ملتونو  عمومي منشي انتوني ګوتیرش د هغو اصولو او مقرراتو د تعلیق او ځنډولو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د افغانانو د ژغورنې لپاره د پېسو د کارولو مخه نیسي.