وهابیزم افغانستان او مونږ

وهابیزم افغانستان او مونږ


  • 3 کاله دمخه (06/05/2021)
  • مولانا علیم بسمل
  • 1496

تنګ برما رهګذادين شده   

هرلئيمې راز دار دين شده

       اقبال

وهابېزم که څه هم د مذهب په خلاف دی خو له دې سره بيا هم مذهب دی، که حق دی که باطل،  خو په هغو سیمو کې چې خلک د يو مذهب پابند وي، د دعوت حق نلري؛ ځکه چې دعوت امر بالمعروف او نهي عن المنکر ته وايي، نو په مذهب باندې عمل کول که څه هم په ضعيف حديث بنا وي منکر نه دی

 

که دوی په رښتيا هم په اسلام دردمن وي نو دا کار يې په سياسي لحاظ هم دين ته يوه  لېنګته ده، عبدالله عزام به ويل: څوک چې افغانستان ته له حنفي مذهب پرته بل مذهب راوړي هغه له دين او جهاد سره خيانت کوي،  داخبره حکمتيار په خپل اثر (سلفي شم که مذهبي پاتې شم )کې ليکلې حکمتيار صیب زياتوي: د سعودي حکومت تر هغه وخته زموږ په مذهبي چارو کې لاس وهنې نه کولې چې امريکا له مجاهدينو سره ملګرې وه، کله چې امريکا له مجامدينو لاس واخست نو سعودي هم مټې راونغښتې، غواړې چې په موږ کې مذهبي اختلافاتو ته لمن ووهي 

 

وهابېزم موږ ته په کوم دېوال را اوړي 

 

په افغانستان کې د حنفي مذهب ريښې تحت الثرای ته رسېدلي، دلته يوازې افغانان نه بلکې پخپله افغانستان هم حنفي دی.

د جو مات ملا، مور و پلار، په مکتب کې معلم ماشوم ته  له الله او رسول وروسته د امام صیب نوم ور زده کوي، د اهل حديثو حضراتو مخ ته دې دېوال وي، دلته خلک د وهابي له نومه کرکه لري، خو د هندو له نومه يې نه لري په دې اړه يوه مشهوره کيسه هم شته ممکن ډېرو ملګرو اورېدلې وي خو بياهم آمين باالجهر د ډېرو جوماتونو منارې ولړزولې، دا دی رفع اليدين له مانځه نه دباندې هم شروع شو، دا ځکه چې موږ له وهابيانو سره په هغو مسايلو کې ښکر تمبه کړي چې زموږ په مذهب کې هم نشته، موږ له دوی سره په ميلاد او دعا بعد السنة کې سنګرونه نيولي هغوی له شانه راباندې راغلل .

 

روان وضعيت او کيفيت يې

 

نن سبا په دواړو خواوو کې د علماوو په نوم د ګوتو په شمار کسان ښکر په ښکر دي، زه په دې يقين يم چې الله، رسول  او اسلام له دواړو بېزاره دی، د وابيانو له خوا چې څوک رامخکې دي هغوی نه غږيږي، کجورې غږیږي، دوی د توحيد عاشقان نه بلکې د سعودي د حکومت د پيو مجنونان دي 

زموږ وال بيا هغو سنيانو ته ورته دي چې شيعه وو ته د عمر رض په دفاع کې علي رض  ته ښکنځلې کوي، زما په دې ورسره ورانه ده چې د حنفيت ناسمه ترجمه کوي ډېری يې معذور هم دي ځکه چې په شخصي توګه يې د دوی له لاسه شکنجه لېدلې نو دوی ته ووايئ چې پلېز تاسو وګټله دخدای په لحاظ زياتي بس ده

په پای کې به دومره ووايم چې علم دافتراق شی نه , بلکې دراټولېدلو شی , علم او پوهه چې سره مخامخ شي ټکر نه کوي بلکې يوبل ته ورغاړې ووزي , نو دغه کسان چې دعالمانو په نوم سره په ټکر کې دي تاسو ووايئ چې ولې