د ایران د بشري حقونو سازمان (هنګاو) خبر ورکوي، چې د ایران حکومت یو ځل بیا دوه تنه افغانان په دار ځړولي دي.
دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې دا افغانان تېره ورځ د روان زېږدیز کال د جنورۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه (چهارشنبه) د یاد هېواد د بندر عباس په مرکزي زندان کې د هغوی د کورنیو له خبرولو پرته اعدام شوي دي.
یاد سازمان د دغو افغانانو د هویت او د اعدامېدو د لاملونو په اړه معلومات نه دي ورکړي.
دا کسان وروسته تر هغه اعدام شول، چې په تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې هم یاد هېواد د همدې سازمان په وینا د بېلابیلو جرمونو په تورونو ۷۳ تنه افغانان اعدام کړل.