پر وطن جشن استقلال شو


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد ابراهيم سپېڅلی
  • 1237

 


د ماښام لمونځونه پرقضا کېدو دي، د اسمان په څنډو کې غټ ستوري  وینم چې د ښار نندارې ته، تر نورو شپو یو څه وختي حاضر شوي دي. 
نن خلک هم تر نورو شپو په ښار کې ډېر لیدل کېږي. 
دا ګړی زه د کندهار ښار شهیدانو چوک ته نږدې ولاړ یم. 
د چوک لوېدیزې خوا ته د هرات لوی سړک غځېدلی دی، د سړک یوې او بلي خوا ته د دوکانونو پرمخ د هېواد ملي بیرغونه رپېږي. 
ختيزې خوا ته د هرات دروازې د شیریخو پر دوکانونو د ځوانانو ګڼه ګوڼه ده. 
سوېلي خوا ته غځېدلی سړک سردار مدد خان چوک ته رسېږي چې په مخکې يې توپخانه بازار هم زه له دې ځایه وینم. 
شمالي خوا ته بیا د (جشن سیمي) ته خامه، خو ابپاشي شوې لار تېره شوې ده. 
  له مازدیګر څخه پر دغه لار زیات خلک د جشن سیمې ته روان دي. 
دغه لار د میوند رسټورانټ مخ ته تېره شوې ده چې همدا اوس پکې د عبیدالله کندهاري شوق شروع او دا سندره زما تر غوږونو پورې هم رارسېږي: 
(د یار مې بیا یارۍ ته خیال سو -  پر وطن جشن استقلال سو. 
دا نن رویبار د خوشحالۍ پیغام راوړی ماته – شکر چې تېر د هجر کال سو. 
پر وطن جشن استقلال سو) 
نن د ۱۳۵۰هجري لمریز کال د زمري د میاشتې ۲۸مه نېټه ده.
دا ورځ زموږ په تاریخ کې خورا ډېر ارزښت لري. 
د دې ورځې لپاره په سلهاوو ځوانانو خپلې ککرۍ خاورې کړې، موږ ته يې د شاه امان الله غازي په مشرۍ دغه پاکه خاوره راوګټله. 
نن کندهاریان د نورو هېوادوالو ترڅنګ د خپلواکۍ ۵۲ کلیزه نمانځي. 
هر کندهاری چې وینم د اختر د ورځې په ډول خوشحال دی. 
ډېری ځوانانو زرینې لونګۍ تړلې، کندهارۍ چوټې يې په پښو او ریپکارټ کلکې صدرۍ يې اغوستې دي. 
د مېوو پر دوکانونو چور دی، هر څوک د خپل هېواد مېوه رانیسي او د سوکالۍ په فضاء کې يې له ملګرو او کورنۍ سره خوري. 
په دوکانونو کې ټېپونه په لوړ ږغ چالان دي، ټول ښار د خوشحالۍ او خپلواکۍ سندرو پر سر اخیستی دی. 
له دې ځای څخه یو څو ګامه مخامخ چې ورتېر شې د (یخ څاه) په نامه یو څو دوکانونه، هوټل او یو هم په رښتیا له یخو اوبو ډک څاه دی چې اوس هم  د څاه سلواغه پر غرغړه ورته ځړېږي. 
هغه کسان چې پر دغه لار د کندهار ښار نورو سیمو ته تېرېږي، له دې څاه څخه یخې اوبه څښي. 
نن د ورځې هوا یو څه توده وه، لېکن اوس چې وار په وار شپه کېږي هوا ځان سموي. 
د یخ څاه پر مخامخ د خیبر هوټل  مخ ته تختونه پراته دي، پر تختونو د ګل محمد کاکو سره یو څو کسه نامي ځوانان ناست دي. 
دوی  اوږدې لمنې پر پښو راکش کړې، د شاه محمد کندهاري غزل په غټه ګویا (لاوډ سپيکر) کې شروع ده او دوی په خپلو منځو کې مجلس کوي. 
(سترګي را پورته کړه اشنایه ماځیګر دی، که نن ولاړ سم سبا راځمه) 
نیمه شپه ده، خو په ښار کې لا خلک هغسې په ډلو ډلو یوې او بلي خوا ته ګرځي، د ښار ټول دوکانونه خلاص دي
هیڅوک نه بېرېږي. 
ټول کندهاریان د ملي ارزښتونو په قدر پوهېږي. 
پر کندهار ښاریانو سربېره، له ولسوالیو څخه هم ځوانان، سپین ږیري او کوچنیان د جشن نمانځلو لپاره ښار ته راغلي دي. 
د اس بګۍ هم په رنګا رنګ زمبکانو (ځونډیانو)  ښایسته کړل شوې، یوې او بلې خوا ته مېله‌وال رسوي. 
په ښار کې د موسیقۍ له غږونو سره بګۍ ته د تړلي اس د پښو کړپی نور هم پر غوږونو ښه لګېږي. 
زموږ د خپلواکۍ دوپنځوس کاله پوره شول چې هر کال کندهاریان د خپلو نورو هېوادوالو سره د خپلواکۍ ورځې په ډېرو ملي ولولو سره په ښه امنیت کې  نمانځي. 
خدای خبر چې راتلونکي کلونه به څنګه وي؟ 
ایا راتلونکي کلونه به هم خلک د خپلواکۍ په ورځو کې داسې خوشحاله وي، که به خدای مه کړه پر دې وطن بل حال وي؟ 
خدای دې وکړي چې د افغانانو هره ورځ د اختر او جشن په ډول له خوښیو ډکه وي. 
سرخط ورځپاڼه