جان کربي: طالبان غواړي د زور له لارې حکومت جوړ کړي، دوی سولې ته ژمن نه‌دي

جان کربي: طالبان غواړي د زور له لارې حکومت جوړ کړي، دوی سولې ته ژمن نه‌دي


  • 3 کاله دمخه (01/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1471

د امریکا دفاع وزارت ویاند، جان کربي وایي، افغانستان کې روان وضعیت دا شک جوتوي، چې ګواکې طالبان سولې ته ژمنتیا نه‌لري او هڅه کوي د زور له لارې حکومت جوړ کړي.

ښاغلي جان کربي چې په یو خبري کنفرانس کې وینا کوله په افغانستان کې یې روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی او په خبره یې، د ټولو اړخونو تمه دا ده چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرو ته کېني.

نوموړي همداراز په افغانستان کې د ځواکونو د حضور په اړه ویلي چې په دغه هېواد کې وضعیت له نږدې څاري، نو دوی پر هغه جزیاتو کار کوي چې څنګه کولی شي د امریکا سفارت او کابل هوایي ډګر د ځینو برخو د ساتلو لپاره خپل سرتېري ولري.

کربي د خپلو خبرو پر مهال ویلي، په دې اړه تر اوسه پرېکړه نه ده شوې خو امریکایي چارواکي ورباندې بحثونه کوي او د حل پیدا کولو په لټه کې دي.

تېره ورځ بیا رويټرز خبري اژانس له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو وتلو ته په اشارې  ویلي، امریکا د سرتېرو تر ایستلو وروسته، کابل کې د خپل سفارت او حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت خوندیتوب لپاره افغانستان کې خپل ۱۰۰۰ تنه سرتېري پرېږدي.

امریکایي چارواکي بیا ټینګار کوي، چې دوی د افغانستان روانو حالاتو د سمون په موخه په ګډه کار کوي، څو له هر اړخه په ځان بسیا شي.