د ترکېې په زلزله کې ۱۵۰ افغانان وژل شوي

د ترکېې په زلزله کې ۱۵۰ افغانان وژل شوي


  • 1 کال دمخه (11/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 609

 

په ترکیې د افغانستان سفارت  په دغه  هېواد کې د زلزلې له کبله د ۳۵ نورو افغانانو وژل کېدل تائید کړي.

په انقره کې د افغانستان سفارت قونسل « پسرلي حکیمي» ویلي چې تېره ورځ د یاد هېواد په «ادیامان»- ولایت کې د ۳۵ نورو افغانانو جسدونه موندل شوي.

نوموړي ویلي، لاهم هلته د  وژل شویو افغانانو د کره شمېر په اړه څه نه شي ویلای.

تر دې وړاندې بیا په ترکیه کې د ۸۰ افغانانو وژل کېدل تائید شوي وو چې له دې سره یې شمېر نور ۱۵۰ تنو ته ورسېد.

په تر کیه کې یو شمېر مېشتو افغانانو بیا کلید راډیو ته ویلي چې ښايي د زلزلې له کبله افغانانو ته اوښتي تلفات تر دې هم لوړ وي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنري د راپور له مخې، اوس مهال د درې سوه زرو په شاوخوا کې افغان کډوال په ترکیه کې ژوند کوي.