د افغانستان دفاع وزارت وایې،چې نن ۱۳۵ تنه کمانډویان چې ۱۱۵ یې نارینه او ۲۰ یې ښځینه وې،له پر مختللو زده کړو او رزمي مبارزو وروسته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول او له هیواد څخه دفاع ته چمتو شول.
د دفاع سرپرست وزیر بسم الله محمدي، په یادو مراسمو کې د کمانډویانو سرښندني او د هیواد لپاره یې جګړه وستایله،او تازه فارغ شوي سرتېري یې وهڅول تر څو وسله والو مخالیفینو ته د هغوۍ د بریدونو په وړاندي غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي
د یادوني وړ چې نن له عامه تصدۍ مرکز څخه هم ۳۰۰ سرتېري فارغان شول